BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
امریکا په افغانستان کې بشري او د ښځو حقونو حالت خرابېدو ته اندېښنه ښودلې؛ طالبان وايي د شريعت له مخې د وګړو حقونه خوندي دي
امریکا په یوه نړیواله کلنۍ ارزونه کې په افغانستان کې د بشري او په تېره د ښځو د حقونو د حالت لا خرابېدو ته اندېښنه ښودلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د جاج په کلني رپوټ کې راغلي، چې په تېر زېږدیز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو تروړنه روانه پاتې شوې او د ناقانونه وژنو، نیونو، او ربړونو په ګډون له بشري حقونو سختې سرغړونې پکې شوې دي.
د کتاب نړیواله ورځ؛ طالبانو ولې زرګونه ټوکه کتابونه له بازاره راټول کړي؟
د اپرېل ۲۳ په نړۍ کې د کتاب او په ځانگړي ډول د کاپي رايټ نړیواله ورځ ده . ملګري ملتونه هر کال دغه ورځ د کتاب لوستنې ترویج او هڅونې او له هغه نه د خوند اخیستلو په موخه لمانځي.
د بریتانیا پارلمان روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږد لايحه تصویب کړه
د بريتانيا پارلمان له څو میاشتيني ځنډ او بحثونو وروسته هغه لایحه منلې، چې له مخې به یې له دغه هېواده یو شمېر پناغوښتونکي روانډا ته استول کېږي. د بريتانيا د استازو جرګې دا لایحه وار له مخه منلې وه او د مشرانو جرګې دوشنبې ناوخته تائید کړه. د بريتانيا لومړي وزیر ریشي سوناک ژمنه کړې، چې روانډا ته به د پناغوښتونکو الوتنې په را روانه جولای میاشت کې پیل شي.
فلسطین کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "د لا بې پرېتوب" غوښتنه شوې
د ملګرو ملتونو په يوه راپور کې چې د انروا په اړه دی ويل شوي، دغه اداره بايد د بې پرېتوب، روڼتيا او د کارکوونکو د ګومارلو لپاره لا نورې غوره کړنې ترسره کړي. انروا د ملګرو ملتونه اداره ده چې د کډوالۍ په برخه کې له فلسطيني وګړو سره مرستې کوي. اسرائيلو ويلي د انراو يو شمېر کارکوونکو د حماس غړي دي او ځينو يې د اکټوبر د اوومې په بريد کې ګډون درلود.
پاکستان او ایران ۱۰ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو پرېکړه وکړه
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پاکستان ته په درې ورځني سفر اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ کچه د منلو وړ نه ده. "موږ پرېکړه کړې چې په لومړي پړاو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړو".
د اوټسټېک ماشوم مور: د دې واقعیت منل ګران دي، چې زوی به مې هیڅکله راته مور و نه وايي
اصباح خالد موټر پارکېنګ ته ستون کړ،کله یې چې موټر ودراوه، زوی یې عتیب چې څنګ کې یې ناست و نارې کړې، مور یې پوه کړه چې نه غواړي دلته کوز شي. له دې سره اصباح بېرته موټر په شا کړ.
ویډیو, ولې پاکستان کې پر ښځو د جنسي تېري پېښې ډېرې شوې دي؟موده, 2,59
تېره میاشت د پاکستان پنجاب کې د یوه ورور له خوا پر خپلې خور له جنسي تېري وروسته د کورنۍ د نورو غړو له مخې د هغې وژنې هلته یوځل بیا د جنسي تېري پرضد د ټینګو ګامونو اخیستلو غوښتنه راپورته کړه.
د ځمکې پر نړیواله ورځ له نړیوالو د طالبانو غوښتنه
سږ کال د اپرېل ۲۲مه چې د ۱۴۰۳ کال د غويي میاشتې له دویمې سره سمون لري، د ځمکې نړیواله ورځ ده.
د اسرائیلو د پوځي استخباراتو مشر استعفا وکړه
د اسرائیلو د پوځ د پوځي استخباراتو مشر تورن جنرال اهارون هلیوا له خپلې دندې استعفا کړې ده. د پوځ په بیان کې ویل شوي چې هغه به د خپل ځای ناستي له ټاکلو وروسته له دندې لاس په سر شي.
ځانګړي مطالب
"د کابل نجونې" د طالبانو پر ضد اعتراض کوونکې ډله: غواړو د سندرو له لارې خپل غږ پورته کړو
کابل کې د "کابل نجونې" په نامه یوې ډلې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلن پر ضد احتجاجي سندرې پیل کړې دي.
هغه اروپايي هېوادونه چې ځوانان یې تر ټولو ډېر خوشاله دي
د نړۍ د خوشاله هېوادونو په نوملړ کې سږ کال د چک جمهوریت، لیتوانیا او رومانیا هغه هېوادونه دي، چې له ۳۰ کلنۍ کم عمره کسان پکې تر ټولو ډېر خوشاله دي.
فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ: 'پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې'
په افغانستان کې د ملګر ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځ په مناسبت يوه پیغام کې ویلي پښتو څلورمه رسمي ژبه وه، چې په فضا کې ویل شوې ده. یوناما جمعه (د اپریل ۱۲مه) پر خپل فېسبوک او اېکس خواله رسنیو لیکلي چې افغان ستور مزلي عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې میر فضايي مرکز ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې مور سره تلېفوني خبرې وکړې. پښتو په دې توګه څلورمه رسمي ژبه شوه چې په فضا کې ویل کېده. ښاغلی مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , ځانگړې مرکه او عيني شاهد خپرونه , ۱۲:۰۰, ۲۳ اپریل ۲۰۲۴, ۱،۰۰،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۳ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۲۳ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
واورئ, لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۲۳ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.